افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی

مولف: ګیورګی اساتریان د تاریخی – ارشیفی انستیتوت کارکوونکی. د نژدی او منځنی ختیځ د چارو کارپوه، د بین المللی مسالو او ختیځ پیژندنی متخصص.

په وروستیو لسیزو کی په نړی کی د بیلابیلو تندلارو اسلامی سازمانونو فعالیدل لیدل کیږی. د دی ډلو ایدیولوژیکی بنسټ د «اسلام ټولو غلیمانو ته» د جهاد ( مقدسی جګړی) اعلانول شمیرل کیږی. افرطیون او تندلاری په دی لاره کی د هغو پرخلاف چی جګړه نه کوی او ملکی وګړو، له هغی جملی د ښځو او ماشومانو په ګډون، له ډیرو خطرناکو لاروچارو، د پراخه تروریستی عملونو په ګډون کار اخلی. د دی ډلو د ایدیولوژی سره سم «اسلامی نړی» او د «منحرفینو نړی» د جګړی په حال کی دی. دوی په عین حال کی عقیده لری چی د اسلامی افراطی سازمانونو غړی تروریستان نه بلکه « د الله جنگیالی» دی. په دی علت چی دښمن په هر لور کی وجود لری، دوی باید په ټولو جبهو کی پرله پسی جګړه وکړی.

کولی شو څو زمانی پړاوونه یاد کړو چی د دی پدیدی په رامنځ ته کیدو او وده یی تر ټولو زیاته اغیزه کړی ده. یو له دغو عواملو څخه ( نه یوازینی) د نژدی ختیځ او منځنی ختیځ د ځینی هیوادونو کورنی سیاست ګرزیدلی.

د پاکستان راتلونکی پوځی دیکتاتور محمد ضیا الحق په ۱۹۲۴ کال کی په بریتانوی هند کی د جلندهر په ښار کی زیږیدلی وو. په ۱۹۴۷ کال کی انګلستان خپله مرغلره له لاسه ورکړه: هند خپلواکی تر لاسه کړه. انګریزانو د وتلو په ترځ کی دا هیواد په دوو برخو – هند او پاکستان – وویشه. پر ضیا چی پنجابی مسلمان وو، په هند کی د مسلمانانو رټلو او ډله ایزو وژنو زیاته اغیزه کړی وه. ده د انگستان پرخلاف په ازادی بښونکی جګړه کی ونډه نه وه اخیستی، ښایی دا کار د ده د ځوان عمر او یا ممکن د انګریزانو سره د ټاکلی علاقمندی له کبله نه وو ممکن شوی. ده خپلو ملګرو ته لیکلی وو: ” یوازی د سپین پوستی سړی عقل او لویدیځ تخنیک کولی شی په ختیځ کی نظم ټینګ کړی”. باید په یاد ولرو چی پاکستان د اوږدی مودی په ترځ کی د انګلستان د دومینیون په حالت کی پاته شوی وو؛ د انګریز نفوذ د هیواد د ژوند په زیاتو برخو کی محسوس وو. په دی ترتیب، د ۱۹۵۰ کلونو په نیمایی کی د پاکستان وسله وال ځواکونو د انګلستان په مرسته جوړ شول. د استعمار تر دوری وروسته، دا پروسه د امریکایی پوځیانو په لاس کیوته. په پاکستان کی لومړی د انګریزانو او بیا وروسته د امریکایانو حضور د اسلامی افراطیت د ودی مخه نیوله. د ضیا پلار پوځی وو. په ۱۹۵۵ کال کی ضیا د کوټی په ښار کی پوځی کالج پای ته ورساوه. وروسته کله چی دی د پاکستان د وسله والو ځواکونو جګړن وو، دوه ځله په امریکا کی د افسرانو په کورسونو برخه اخیستی وه.

ضیا ویل: ” انگلستان خپل نفوذ له لاسه ورکوی، موږ باید امریکا ته مخه کړو». ده په هغه وخت کی نه یوازی د خپلی پوځی بلکه سیاسی ترقی په هکله فکر کاوه. د پنجاب د مسلمانانو یوه ډله چی په انګلستان کی یی زده کړی کړی وی، په قراره د هیواد د قدرت د هرم په داخل کی په بانفوذه ځواک بدله شوه. ضیا په تدریجی توګه د هغوی په مشر بدل شو. په ظاهری توګه د ساده، ناځیرکه او یو څه نیولی سړی په باطن کی ستراتیژیست پټ شوی وو چی په سیاسی مبارزه کی یی له هیڅ ډول بی رحمانه لارو چارو مخ نه اړاوه. په پاکستان کی زیات شمیر پوځی کودتاوی د ضیا لپاره یو ډول سیاسی ښوونځی ګرزیدلی وی. ده په سرتمبګی ځان سترو پوځی مقامونو ته رساوه او د خپل ساعت د رارسیدو انتظار یی ایسته. ضیا په هیواد کی د خپل دریځ په پیاوړی کولو، همزمان لومړی وزیر ذولفقار علی بهوتو ته خپله وفاداری څرګندوله.

د ده د کار په دوره کی د عطف ټکی د ۱۹۷۷ کلونو په نیمایی کی رامنځ ته شو. د ۱۹۷۷ کال د جولای په میاشت کی په پاکستان کی یو ځل بیا کودتاه تر سره شوه. جنرال ضیا د خپل حامی پرخلاف راپورته شو او هغه یی قاتل اعلان کړ او وعده یی ورکړه چی دی به له «سختی سزا» خلاص نه شی. وروسته، د ۱۹۷۹ کال د مارچ په میاشت کی ذولفقار علی بهوتو په عام محضر کی په دار وځړول شو. په تدریجی توګه د ذولفقار علی بهوتو معتدله اداره په بی رحمه، نه پخلاکیدونکی او دیکتاتوری رژیم بدله شوه. په هغه وخت کی امریکایی „New York Times“ ورځپاڼی لیکلی وو: ” د هیواد سیاسی ژوند ته یو ډول وحشیانه څرنګوالی ورکړی شوی دی. د لومړی ځل لپاره د خلکو په یاد پراخ تبلیغ کیدونکی اعدامونه تر سره کیږی، خلک د نورو په وړاندی او په زندانونو کی ځوروی”.
جنرال ضیا د خپل حامی ذولفقار علی بهوتو، اروپایی تحصیل کرده اریستوکرات سره چی ځان یی د ملګرو ملتونو په غونډو کی ډاډه احساساوه، په سیالی کی تصادفی او موقتی څیره معلومیده. خو سره له دی، همدی «ملا د جنرالی په جامه کی» په پاکستان کی تر ټولو زیاته واکمنی وکړه او له څو بحرانونه تیر شو او د اقتصادی ودی باثباته چټکتیا یی تامین کړه. جنرال ضیا له ظریفو، خو په عین حال کی له سختو میتودونو څخه په ګټی اخیستو ډیر ځله: د ۱۹۸۳ کال د اګست – اکتوبر په میاشتو، د ۱۹۸۶ کال په نیمایی کی، د زورزیاتی لمبی خاموشی کړی. په ۱۹۸۰ کلونو کی رژیم چی د ده په اراده او اوسپنیز موټی کی متمرکز شوی وو، د پام وړ ټینګښت وموند.

محمد ضیا الحق له پاکستانی جنرال څخه د پاکستان په مطلق العنان حاکم بدل شو چی له هر ډول پیچلی وضعی یی د وتلو توان درلود. جنرال ضیا چی د پاکستان د مطلق العنان مشر په توګه ځان ټینګ کړی وو د پاکستان د ژوندانه د ټولو برخو د چټکو اسلامی کولو تګ لاره غوره کړه. اسلامی کول د دولتی تګ لاری بنسټ اعلان شو. د جنرال ضیا په وینا، “پاکستان د اسلامی دولت په توګه جوړ شوی وو”. د اقتصادی او ټولنیز خصوصیت لرونکو ټولو پیچلتیاوو، د خوارو او نیستمنو خلکو د ډیری زیاتی برخی، د سواد د ټیټی کچی، له هند سره چی په ټولو لورو کی یی پر پاکستان برلاسی درلود، د جګړی د پیل له همیشنی خطر په وړاندی، ده یوه عامه وسیله چی د شریعت د احکامو له تعصبه ډک عملی کول وو، وړاندی کړه.

خدای پال جنرال، چی تر هری کلمی وروسته یی د لوی خدای د رحمت غوښتنه کوله، د الکلی مشروباتو پر استعمال بندیز ولګاوه او داسی شرعی حکمونه لکه سنګسار او د لاس پریکول یی جاری کړل. په عین حال کی د زیات شمیر ختیځ پیژندونکو او د جنرال د معاصرینو د ګواهی په اساس، ضیا مذهبی او په تیره بیا متعصب سړی نه وو. دی د عمل پیرو وو او په ډیر مهارت یی له موجودی وضعی ګټه اخیسته. په همدی دوره کی په پاکستان کی د ذکات او عشر عملی کیدل پیل شول او د سود خوړل منعه شول. د ۱۹۸۴ کال د دسمبر په میاشت کی دیکتاتور په پاکستان کی د ټول پوښتنی نووښت وړاندی کړ چی په هغو کی د پاکستان په سلو کی ۹۸،۵ اوسیدونکو د اسلامی کولو له سیاست څخه ملاتړ وکړ. ملت د شریعت د جاری کولو په خاطر رایه ورکړه. د ۱۹۸۰ کلونو تر نیمایی په پاکستان کی د انګلیس د استعماری حقوقی نظام پر بنسټ قوانین عملی کیدل. د پاکستان د ولسمشر د فرمان په اساس، قوانین له سره د شریعت له احکامو سره سم ترتیب کړی شول.

جنرال ضیا اعلان وکړ چی « خدای دی د پاکستان واکمن ټاکلی دی». ضیا خپله مطلقه واکمنی داسی تعریف کړه: ” په اسلامی سیاسی نظام کی، حاکمیت په بشپړه توګه په الله تعلق لری، خلک یوازی د ده اراده عملی کوی. اسلام ټولو خلکو ته په ځمکه کی له اولی الامر څخه د تابعیت لارښوونه کوی”. د 1984 کال د مارچ په میاشت کی جنرال ضیا د « یوولسو اسلامی ټکو» په هکله اعلان وکړ چی د هیواد د اداری عمده لاری چاری او میکانیزمونه یی تنظیمول. اساسی ټکی دا وو:

– ټاکنی د شریعت د احکامو سره سمی تر سره کیږی؛
– حاکمیت په خدای تعلق لری؛
– اسلام د هیواد لارښوونه کوی، ځکه چی اسلام په هوسایی او غوړیدنه تمامیږی.

په کلی توګه، باید ووایو چی د افراطی اسلام په لور د ګرزیدلو تکل د پاکستان ولسمشر نه یوازی د هغه د خپلو اعتقاداتو او خدای پالنی له امله کړی وو. واقعیت دا دی چی د شلمی پیړی د اویایمو او اتیایمو کلنو په پوله کی د مدنی او مذهبی ګوندونو ترمنځ داخلی سیاسی مبارزه روانه وه. جنرال ضیا په پاکستان کی د جماعت اسلامی د ډیر بانفوذه مذهبی ډلی له پیاوړتیا څخه ویره درلوده. جنرال ضیا له یوی خوا د پراخو پرګنو د ملاتړ د ترلاسه کولو هڅه کوله او له بلی خوا یی غوښتل ملت پر پښو ولاړ وساتی او په دی هدف یی ملت د اسلام په لوری راوګرزاوه.

ختیځ پاکستان، له هند سره د نوی جګړه په بهیر کی، هغه وخت له لاسه تللی وو او د بنګله دیش په خپلواک دولت بدل شوی وو چی پر پاکستانیانو یی سخت اقتصادی او روحی ګوزار کړی وو.

د ضیا « نوی واکنی» د «جماعت اسلامی» پر بنسټپال اسلامی ګوند ډه ډه ولګوله. د ۱۹۷۹ کال تر پایه د دغه ګوند محصلانو د پاکستان د «قاید اعظم» د عمده پوهنتون د محصلانو پر ټولو اتحادیو خپل کنترول قایم کړ. د پوهنتون پروفیسوران، د مدرسو شاګردان چی د جماعت اسلامی تر کنترول لاندی وو، د غورځنګ فعالینو او د پوهنتونونو محصلانو د داسی تبلیغاتو تر سره کول پیل کړل چی هدف یی د اسلامی حقوقو د منلو له لاری د پاکستان د ټولنی اخلاقی بدلون وو.

د بانفوذه او تر ټولو مختلطی مذهبی ټولنی اعلان شوی هدف – په پاکستان کی د خالص اسلامی حکومت رامنځ ته کول وو. د جنرال ضیا د واکمنی په دوران کی د دینی مدرسو شمیر چی د بنسټپالو تر اغیزی لاندی وی، دوه چنده شو.

جمیعت اسلامی په ۱۹۴۱ کال کی د نامتو دینی عالم مولانا مودودی چی د بنسټپالو نظریاتو پیرو وو، له خوا تاسیس شوی. ده پخوا په ۱۹۲۰ کال کی خپل عمده اثر د «جهاد په اسلام کی» تر عنوان لاندی خپور کړی وو چی په پاکستان، ټول نژدی او منځنی ختیځ کی یی په تندلارو اسلامپالو ستره اغیزه ښندلی وه. ده په کلی توګه د پاکستان په دننه کی ډیر ستر نفوذ درلود او په ټولنه کی پرله پسی وسله والی مبارزی ته بلنی اوریدل کیدی. خو د دی سره سره، د پوځیانو د واکمنی په دوره کی اسلامپالو ټولنو جدی سیاسی بریالیتوبونه نه درلودل. په دی توګه، جمیعت اسلامی دا توان نه درلود چی په پاکستان کی به کومه دوره ټاکنو کی بری تر لاسه کړی. مولانا مودودی د ۱۹۷۹ کال د سپتمبر په میاشت کی مړ شو او ویی نشوای کولی چی د خپلی هیلی– په پاکستان کی د اسلامی اداری – په لیدو بریالی شی. د دی غورځنګ ایدیولوژی اسلامی باندیتیزم تشکیلوی چی د سنی مذهبه جمیعت اسلامی له خوا چی په ۱۹۳۰ – ۱۹۴۰ کلونو کی په بریتانوی هند کی تاسیس شوی وو، عملی کیږی. جمیعت اسلامی د وهابی اسلام بالقوه همکار دی چی د سعودی عربستان رسمی ایدیولوژی شمیرل کیږی.

په ۱۹۷۰ کلنو کی د سون د موادو د بیی تر چټکو لوړیدو وروسته، سعودی عربستان په ټول نژدی ختیځ او منځنی ختیځ کی د مختلفو اسلامی ټولنو څخه ملاتړ پیل کړ او د وهابی سنی مذهب خپرول یی پیل کړل. پاکستان او جمیعت اسلامی له دی نظره مستثنی نه وو. د سعودی عربستان او پاکستان ترمنځ اړیکی په مذهبی او سیاسی – ایدیولوژیکی برخو کی ډیری مهمی ثابتی شوی. سعودی عربستان پاکستان د خپلی ستراتیژی د ترسیمولو د هدف په توګه څیړی چی له محافظه کارو او افراطی اسلامی ډلو او د وهابیزم د ایدیولوژی د خپرولو یی ملاتړ کوی. په پاکستان کی په دی لوری کی بل اسلامی ګوند – اخوان المسلمین – چی حسن ال بنا او سید قطب په ۱۹۲۰ کال کی په مصر کی تاسیس کړی وو، فعالیت کاوه.

اسلامی پاکستان سره له دی چی د هغه بنسټ ایښودونکی محمد علی جناح چی په قاید اعظم مشهور دی، باور درلود چی اسلام – کلتوری بنسټ شمیرل کیږی. خو نه د سیاسی نظم اصل او هڅه یی کوله ټر څو په پاکستان کی مدنی دولت له دموکراتیکو موسسو سره، خو له اسلامی ارزښتونو سره، جوړ کړی، په واقعیت بدل شو. محمد علی جناح د پاکستان سیاسی جوړښت داسی اټکلاوه: ” تاسی ازاد یاست، تاسی ازاد یاست معبدونو ته لاړ شی، جوماتونو او یا بل هر ځای ته په پاکستان کی لاړ شی. تاس کولی شی د هر مذهب، فرقی څانګی پیروان و اوسی، دا د دولت کار نه دی”. د ۱۹۷۹ کال په اکتوبر کی ضیا د پاکستان په ژوند کی نوی پړاو – « د اسلامی قانون پر بنسټ ژوند» اعلان کړ. جماعت اسلامی د مطلق العنان دیکتاتور په څیره کی ملاتړی پیدا کړ.

په ۱۹۷۰ مو کلنو کی د نژدی ختیځ او منځنی ختیځ په سیمه کی بنسټیز بدلونونه رامنځ ته شول چی نه یوازی د سیمی جیوپولیتیکی او ایدیولوژیکی منظره، بلکه د بین المللی مناسباتو ټول سیستم یی بدل کړ. د ۱۷۹ کال په پیل کی په ایران کی اسلامی انقلاب تر سره شو. د جیوپولیتیکی نظره په یوه ډیر مهم هیواد کی واک د شیعه دینی عالم ایت الله خمینی په لاس کیوت. د اسلامی انقلاب تبعید شوی مشر روح الله خمینی له اوږده مهاجرت نه راستون شو او د چارو واګی یی په لاس کی واخیستی. بله پیښه چی بین المللی فضا یی بدله کړه، په افغانستان کی د کورنی سیاسی وضعی سختیدل او تر هغی وروسته د ۱۹۷۹ کال په پای کی دغه هیواد ته د شوروی ځواکونو داخلیدل وو. امریکا چی د ایران د شاه محمد رضا پهلوی پر رژیم یی خپل کنترول له لاسه ورکړی وو، په افغانستان کی پر اوضاع د اثر اچولو امکانات له لاسه ورکړل او په سیمه کی یی خپل ظرفیتونه تر ډیری اندازی کم کړل.

د امریکا د ولسمشر جیمی کارتر مشاور زبیګنیف بژیزینسکی افغانستان ته د شوروی اتحاد د ځواکونو د داخلیدو په وړاندی د غبرګون ښودلو په ترځ کی چی په نتیجه کی یی د نړی په دی ډیره مهمه سیمه کی د شوراګانو دریځ په بی مثاله توګه ټینګ شو، د امریکا ستراتیژیک هدف په دی کلماتو وټاکه: ” شوراگانو ته خپل ویتنام جوړ کړی”. امریکا د عمده سیمه ایزی اډی – شاهی ایران – له لاسه ورکولو وروسته دا ضایعه د امریکا – پاکستان د تماسونو په فعالولو جبران کړه. بهرنی عوامل د متقابلو نژدی کیدو سبب شول. د افغانستان جګړه او د جګړی د جبهی د مقدمی کرښی په دولت د پاکستان بدلیدو د افراطی اسلام د بیاژوندی کیدو په سیمه د پاکستان د خاوری په بدلیدو کی مهم رول ولوباوه. په ډیر لنډ وخت کی د امریکا او پاکستان اړیکی په نه نړیدونکی پوځی – سیاسی اتحاد بدلی شوی. جنرال ضیا چی په دی ډیر ښه پوهیده چی امریکا څومره ده ته ضرورت لری، د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په میاشت کی په کبر ۴۰۰ میلونه ډالره ( هغه اقتصادی مرسته چی ولسمشر جیمی کارتر اعلان کړی وه) رد کړل او هغه یی ډیری کم وبلل. جنرال پوهیده چی امریکا، په دغه لحظه کی له پاکستان سره د متحد په توګه زیاته علاقمندی لری، او مجبوره ده د پام وړ مرستی کولو ته غاړه کیږدی.

ده اشتباه نه وه کړی. ډیر ژر اسلام اباد ته د امریکا د ۳،۲ میلیارده ډالرو مرستی ورکولو په هکله موافقه حاصله شوه. په افغانستان کی د جګړی په دوران کی (۱۹۷۸ – ۱۹۸۹) د پاکستان د خاوری له لاری عملاًْ د وسلو ټول بهیر مجاهدینو ته رسول کیده. د افغان وسله وال اپوزیسیون غړو د افغانستان – پاکستان له پولی په ازاده توګه تګ راتګ کاوه او په قبایلی سیمو کی د پاکستان د پوځی استخباراتو د پیاوړی اداری – ISI تر څارنی لاندی د سی ای ای سره په تماس کی د سعودی عربستان په پیسو پټی اډی او استوګنځی درلودل. افغانستان ته د شوروی اتحاد د ځواکونو داخلیدل د پاکستان لپاره له ستراتیژیکی نظره ګټور نه وو او حتی خطرناک وو. پاکستان معاصر افغانستان په تاریخی لحاظ په استثنایی توګه د خپل نفوذ د سیمی په توګه څیړه. پاکستان چی له نابرابر ځواک – هند – سره د همیشنی جګړی په حال کی دی، هڅه کوی په خپلو لویدیځ پولو کی د « ستراتیژیک عمق» شرایط ایجاد کړی. دا ستراتیژی د پاکستانی ستراتیژیستانو او ISI د افسرانو په عقیده، په ختیځ (هندی) لوری کی د هیواد د ټولو منابعو د تمرکز امکان برابروی. د دغی ستراتیژی د تحقق عمده شرط – په کابل کی د پاکستان بلوه حکومت موجودیت دی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونه موجود دی چی تر ټول د مخه ارضی څرنګوالی لری. تر اوسه د افغانستان هیح حکومت له پاکستان سره پوله چی په هند کی انګریزی مامور دیورنډ ټاکلی وه، په رسمیت نه ده پیژندلی. دا مساله د دیورنډ د کرښی په دواړو لورو کی د پښتنو اوسیدونکو د شته والی له امله پیچلی بڼه غوره کوی. د ۱۹۸۰ کلونو په پای کی له پاکستان سره د افغانستان په پوله کی د مجاهدینو – «د اسلام د لاری د مبارزینو» د روزلو څه ناڅه ۸۰ اډی او تعلیمی مرکزونه جوړ شوی وو چی وروسته بیا افغانستان ته د جگړی لپاره استول کیدل.

په پاکستان کی په ۱۹۸۰ مو کلونو کی لاندی وسله وال افراطی سازمانونه را پیدا شول چی په نتیجه کی په ترورستی سازمانونو بدل شول:
– لشکر طیبه – پاکستانی افراطی ډله چی له پاکستان سره د کشمیر د یوځای کیدو غوښتنه کوی. دا ډله په جمو او کشمیر کی ورانکار فعالیتونه تر سره کوی؛
– حرکت المجاهدین. د پاکستان وسله وال افراطی ګوند دی چی له پاکستان سره د کشمیر د یوځای کیدو او په ټوله نړی کی د جهاد غوښتونکی دی؛
– جیش محمد؛
– سپاه صحابه پاکستان.

دا ټول په کشمیر او افغانستان کی له وسله والو ډلو سره نژدی تړاو لری او له هغوی سره هر ډول مرستی او ملاتړ کوی. د دغو ډلو فعالیتونو د پاکستان جماعت اسلامی او جمیعت العلمای اسلام د بنسټپالو ګوندونو تر څارنی لاندی تر سره کیږی. په ماهیت کی دا ډلی د دغو ګوندونو پوځی وزر دی. اسلامی بنسټپالی په تدریجی توګه د پاکستان په اردو او استخباراتی موسسو کی نفوذ وکړ. د پاکستان پوځیان ځانونه د اسلام جنګیالی بولی. دا په خاصه توګه د هغو کسانو لپاره مشخصه بڼه وه، چی له اسلامی افراطیونو سره یی کار کاوه.

دلته استخباراتی موسسی، خاصتاً، (ISI) د یادولو وړ دی چی له مجاهدینو سره یی د شوروی اتحاد پرخلاف په افغانستان کی نژدی همکاری کوله او وروسته یی د طالبانو غورځنګ تاسیس او له هغه یی ملاتړ کاوه او همدارنګه یی په کشمیر کی له اسلامی ډلو سره همکاری کوله. د هغو کسانو زیات شمیر چی د خپلی دندی په اساس یی له افراطیونو سره کار کاوه، د هغوی له مفکورو متاثر شوی وو او د خپلو ترلاس لاندی کسانو سره یی همدردی ښووله. د ISI پخوانی مشر جنرال حمید ګل وروسته اسلامپال او د طالبانو پلوی شو. د هغه ځای ناستی ج. ناصر، سخت مذهبی شو او لومړی پاکستانی جنرال وو چی اوږده ږیره یی پریښوده. د ISI زیات شمیر کارکوونکی د دندی تر پای ته رسیدو وروسته په مختلفو مذهبی ګوندونو کی شامل شوی دی. د هغوی له ډلی ن. خان په کراچی کی د جماعت اسلام د سازمان مشری پر غاړه واخیسته او د پاکستان د ډیر ستر ښار د ښاروال په توګه ټاکل شوی وو. په کلی توګه، کارپوهان وایی چی د پاکستان د اردو او استخباراتو د سازمان په سلو ۳۰ افسران د بنسټپالو تر اغیزی لاندی دی.

د ۱۹۸۸ کال د اګست په ۱۷ نیټه ضیاالحق د الوتکی د رالویدو په پیښه کی ووژل شو چی علت یی تر ننه نه دی معلوم شوی. د پاکستان خاوره د ډیرو کلونو په ترځ کی د تروریستانو په اډه بدله شوه. په دی توګه، د ضیا تر واکمنی څو لسیزی وروسته د سی ای ای سابقه دار مامور ب. ریدیل، ویلی وو چی اسلامپالو ډیره ښه اډه او د ځواکونو د سنبالولو امکانات تر لاسه کړی او په ډیره کلکه توګه یی په پاکستان کی ځانونه ټینګ کړی دی. دوی له هغه ځایه په ټوله نړی کی خپل نفوذ خپور کړی دی.

لکه چی د پاکستان، نژدی او منځنی ختیځ د چارو کارپوه بیلوکرینیتسکی ویلی، ” د ضیا پیروان « پت شوی» او عامه واکمنی یی سیاستوالو ته پریښی ده. خو د دی لپاره چی دوی سر پورته نه کړی، پوځیانو دوی د استخباراتو له لاری کنترولوی. د بیلابیلو افراطی ډلو ملاتړ د هغوی په لاس کی د قدرت یوه عمده وسیله وه. هر ځل کله چی دموکراتیک ټاکل شوی حکومت د پوځیانو د لاس د لنډولو ګواښ کاوه، دوی له اسلامی افراطی ډلو کار اخیسته.

.

You Might Also Like

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>