شاهين قول اردو ته څلور جنګي چورلکې ورکړل شوې

د افغانستان د هوايي ‌ځواک له خوا په شمال کې شاهين قول اردو ته څلور نوي جنګي چورلکې ورکړل شوې.

د افغانستان د هوايي ځواک قوماندان عبدالوهاب وردګ د وږي په ٢٥مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې يادې څلور MD-530 ډوله چورلکې د شاهين قول اردو مسوولينو ته وسپارلې.

هغه زياته کړه چې دا چورلکې امريکا افغانستان ته ورکړې چې درنې وسلې هم له ځان سره لېږدوي.

عبدالوهاب وردګ وويل چې دغه چورلکې به د هوايي بريدونو تر څنګ د عملياتو پر مهال له ځمکنيو ځواکونو سره د ترانسپورټ او جنګي حالاتو کې اړينې مرستې کوي.

د نوموړي په وينا، په ټول هېواد کې هوايي ځواک پياوړى شوی او د پخوا په څېر يې نيمګړتياوې کمې شوې دي.

په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان مومند کټوازي وويل چې د دې چورلکو په ترلاسه کولو سره به یې په شمال کې ځواکونه نور هم پياوړي شي.

خو هغه زياته کړه چې دوى نورو چورلکو، الوتکو او د ځمکني ځواک تجهيز ته اړتيا لري.

هغه ډاډ څرګند کړ چې اوس د پخوا په پرتله پياوړي شوي او په نوو چورلکو سره به وکولى شي د شمال په بېلابېلو سيمو کې دښمن وځپي.

د يادونې ده، امريکا په دې وروستيو کې افغانستان ته تر ٣٠ زياتې MD-530 ډوله چورلکې ورکړې دي.

Pajhwok

Лекториум он-лайн

[youtube_channel resource=0 cache=0 random=true fetch=25 num=1 ratio=3 responsive=1 width=306 display=thumbnail norel=1 nobrand=1 showtitle=above desclen=0 noanno=1 noinfo=1 link_to=none goto_txt="Visit our YouTube channel"]

You Might Also Like

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>