د افغانستان د هوايي ځواک له خوا په شمال کې شاهين قول اردو ته څلور نوي جنګي چورلکې ورکړل شوې.
د افغانستان د هوايي ځواک قوماندان عبدالوهاب وردګ د وږي په ٢٥مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې يادې څلور MD-530 ډوله چورلکې د شاهين قول اردو مسوولينو ته وسپارلې.
هغه زياته کړه چې دا چورلکې امريکا افغانستان ته ورکړې چې درنې وسلې هم له ځان سره لېږدوي.
عبدالوهاب وردګ وويل چې دغه چورلکې به د هوايي بريدونو تر څنګ د عملياتو پر مهال له ځمکنيو ځواکونو سره د ترانسپورټ او جنګي حالاتو کې اړينې مرستې کوي.