ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام

مولف: الکسی فینینکو د روسیی د علومو د اکاډمی د بین المللی امنیت د انستیتوت وتلی همکار، د تاریخی علومو د دوکتورا نوماندی

د ۲۰۱۳ کال په نیمایی که په امریکایی خپرونو کی د «افپاک» (AfPak) اصطلاح یوځل بیا راژوندی کیږی. د بارک اوباما اداره دا ښه بولی چی په رسمی سطحه دا اصطلاح استعمال نه کړی. خو امریکایی کارپوهان په هغی سره افغانستان او پاکستان د ناتو د تروریستی ضد عملیاتو په چوکاټ کی د جګړه ایزو عملیاتو د واحدی صحنی په توګه ټاکی. د «افپاک» د مفهوم دا ډول تعمیم تصادفی ندی. داسی ښکاری چی سپینه ماڼی د افغانستان د جګړی د پای ته رسولو لاره هم له افغانستان او هم له پاکستان سره د دوګونو موافقه لیکونو د امضاکولو له لاری لټوی.

اسلام اباد په ۱۹۷۹کال کی افغانستان ته د شوروی ځواکونو د استولو له لحظی د افغانستان د شخړی برخه وال وو. خو د واحدی نظامی – سیاسی سیمی په توګه در افغانستان او پاکستان په هکله تصور د امریکا د ولسمشر ځوان جورج بوش د اداری په زمانه رامنځ ته شو. د ۲۰۰۱ کال په منی کی په سپینه ماڼی کی له دی ویریدل چی د پاکستان په ښارونو کی به ناارامی له دی هیواد څخه د طالبانو پرخلاف عملیاتو کی د اډی په توګه د ګټی اخیستو خند وګرزی. د ۲۰۰۴ کال له پسرلی څخه پنتاګون د پرویز مشرف له حکومت سره د وزیرستان په شمال – ختيځ ولایت کی، چیری چی له افغانستان څخه رالیږدیدلو طالبانو خپل « دولت ته ورته» تشکیلات ایجاد کړی وو، د پوځی عملیاتو په ترسره کولو کی مرسته کوله. د ۲۰۰۶ کال د سپتمبر په ۲۷ نیټه د امریکا، افغانستان و پاکستان د ولسمشرانو غِونډه د افغانستان – پاکستان د سرحدی مناقشو د حل په موخه جوړه شوه. سپینی ماڼی همدا شان د ۲۰۰۷ کال د می په میاشت کی د افغانستان – پاکستان د وسله والی شخړی په حل کی منځګړی توب وکړ.

د «افپاک» د اصطلاح رامنځ ته کیدل د همدی پروسی د ودی نتیجه وه. د هغی طراح مشهور امریکایی دیپلومات ریچارد هالبروک شمیرل کیږی. د ۲۰۰۹ کال په پسرلی کی د «افپاک» اصطلاح په امریکایی تحلیلونو کی د افغانستان او پاکستان په خاورو کی د جنګی فعالیتونو د تحلیل لپاره پکاریده. خو دی ډول چلند په اسلام اباد او ډهلی کی ناخوښی رامنځ ته کړه. د ۲۰۰۹ کال د جون په میاشت کی د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د «افپاک» په اصطلاح انتقاد وکړ. د دو دښمنو ګډ عمل امریکا د خپل دریځ سمولو ته وهڅوله. د ۲۰۱۰ کال د جنوری په ۲۱ نیټه ریچارد هالبروک اعلان وکړ چی د بارک اوباما اداره د «افپاک» د اصطلاح له استعمال څخه ډه ډه کوی.

په امریکا کی د «افپاک» په نسبت د علاقمندی نوی څپه له ۲۰۱۲ – ۲۰۱۳ کلونو سره تړلی ده. دی اصطلاح ته د امریکایی کارپوهانو راګرزیدل له دریو ټکو سره تړلی دی. هغو ته د امریکایی کارپوهانو بیرته ستنیدل له دریو حالاتو سره تړلی دی. د ۲۰۱۲ کال په منی کی د « دوشنبی د څلورګونی» په چوکاټ کی د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان د ځلوراړخیزه موافقه لیک د ترتیبولو په هکله خبری اتری له ناکامی سره مخامخ شوی. امریکا هڅه کوی د پاکستان له خاوری له افغانستان څخه د ناتو د ځواکونو د ایستلو د ساحی په ټوګه ګټه واخلی. په واشنګټن کی ویره لری چی پاکستان به د طالبانو له ټاکلی څانګی سره مستقلی خبری پیل کړی. اوضاع له طالبانو سره د امریکا د مستقیم تماس نیولو د هڅو له کبله پیچلی کیږی. دا نیت د جون په ۲۱ نیټه په قطر کی د طالبانو د غورځنګ د څه موده مخکی پرانیستل شوی دفتر څخه د امریکایی دیپلومات جیمس دوبینس کتنی وښود.

ځو، د «افپاک» په نسبت د امریکایانو د علاقمندی نوی څپه، د پاکستان د نارضایتی سبب شوه. لومړی داچی، په اسلام اباد کی ویره لری چی د «افپاک» د مفهوم ټینګښت به د پاکستان په خاوره کی د ناتو د پوځی عملیاتو په قانونی کیدو تمام شی. اوس تړون پر طالبانو د افغانستان – پاکستان په پوله کی له پاکستان سره د مرستی د سیاست په چوکاټ کی ګوزارونه کوی. د واحد «افپاک» په چوکاټ کی تړون دا ډول عملیات د اسلام اباد له غوښتنی پرته ترسره کولی شی.

دوهم دا چی، د «افپاک» له مفهوم څخه کار اخیستل کولی شی د افغانستان – پاکستان په پوله کی ستونزی رامنځ ته کړی. اوس دا پوله د ۱۸۹۳ کال کی د «دیورند» د ټـاکل شوی کرښی په اوږدو کی تیریږی. دا پوله د اسلام اباد له لوری په رسمیت پیژندل شوی، خو د افغانستان ټولو مشرانو هیڅکله هم هغه په رسمیت نه ده پیژندلی.

دریم دا چی، د وروستیو دوولسو کلونو په اوږدو کی امریکایی کارپوهانو اکثراً افغانستان او پاکستان د « ناکامو دولتوتونو» (failed states) په توگه تعریف کړی دی.

د پاکستان په اړوند دا ډول عبارت پر خپلو هستوی تاسیساتو د هغه د حکومت د کنترول د ساتلو په هکله له شک سره تړلی وو. د پاکستان مشری ویره لری چی د «افپاک» د اصطلاح پکاریدل د افغانستان او پاکستان په هکله د دوو تقریباْ برابرو « ناکامو دولتوتونو» بحثونو ته قانونی بڼه ورکوی.

څلورم دا چی، د پاکستان مشری د « قبایلی سیمی» په هکله ویره لری. په ۱۹۷۰ کال کی هغی د قبایلی فدرالی اداره کیدونکی سیمی (Federally Administered Tribal Areas) موقف ترلاسه کړ. په اسلام اباد کی ګمان کوی چی د «افپاک» په هکله د جروبحث په پلمه به د « قبایلی سیمی» استاځی د زیاتی خودمختاری غوښتنه وکړی.

هند د «افپاک» اصطلاح په نورو علتونو نه منی. دهلی پاکستان د هغه په معاصرو پولو کی په رسمیت نه پیژنی او وایی چی د جمو او کشمیر د ایالت یوه برخه اسلام اباد نیولی ده. د «افپاک» د اصطلاح استعمال، د هندی لوری په نظر، د امریکی او افغانستان له خوا د پاکستان د معاصرو پولو د غیرمستقیم په رسمیت پیژندلو په معنی دی.

خو د بارک اوباما د اداری لپاره د «افپاک» پروژه د سیمه ایز سیاست ډیره ښه لاره ده. د دموکراتانو اداره هڅه کوی د سیمه ایز امنیت سیستم د افغانستان او پاکستان د موافقه لیک پر بنسټ جوړ کړی. امریکایان ویره لری چی د ناتو د اساسی ځواکونو تر وتلو وروسته به په سیمه کی عمده رول د چین ولسی جمهوریت، ممکن، له روسیی سره په ګده، ولوبوی. د «افپاک» امریکایی پروژه، په دی توګه، د شانګهای د همکاری د سازمان او د دله ایز امنیت د تړون د سازمان د نفوذ د متقابلی تولی په توګه عمل کوی.

امریکا د « بحرانی تعادل برقراروونکی» په څیره کی هم د پاکستان او هم د هند د منلو وړ ده. خو امریکا « لوبی د قواعدو د جوړوونکی» په رول کی د دواړو هیوادونو کی د محتاطانه چلند سبب ګرزی. له همدی کبله د بارک اوباما اداری د «افپاک» د پروژی د تحقق لپاره باید د مصالحی د منلو وړ فورمول هم د هند او هم د پاکستان لپاره پیدا کړی. که نه نو اسلام اباد او دهلی به د افغانی حل څخه ګوښه پاته شی چی ګمان نه کیږی چی ګمان نه کیږی چی د امریکا لپاره به دا په زړه پوری وی..

You Might Also Like

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>