د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل

مامون درانی / بی بی سی.

د افغانستان سوېلي ولایت هلمند چارواکي وايي چې په یوه کور کې چاودنې د یوې کورنۍ اووه غړي ووژل.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې دا پېښه د ناوې ولسوالۍ په یوې اړوندې سیمې کې شوې ده.

دوی دا هم ویلي چې په وژل شوو کې شپږ مېرمنې او یو پنځلس کلن زلمی هم دی.

د هلمند ولايتي ویاند داود حمدي بي بي سي ته وویل که څه هم د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم، خو کېدای شي ماین پرې چاودلی وي.

هغه دا هم وویل چې په دې چاودنه کې یوه کوچنۍ نجلۍ ټپي شوې هم ده، چې اوس یې درملنه کېږي.

په چاودنه کې د وژل شوو د کورنۍ یو غړی وايي، چې پر کور یې توغندی لګېدلی دی.

خو یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې ددې کورنۍ یو غړی له وسله والو طالبانو سره و.

سرچینه زیاتوي، شاید چاودنه په دغه کور کې د ماین جوړونې د هڅې پرمهال شوې وي..

You Might Also Like

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>