سیاسي ګوندونه:له حکمتیار څخه باید تضمین واخیستل شي

د جمعیت اسلامي او ملي جنبش ګوندونو ویاند د سولې خبرو اترو ته د حکمتیار له راتګ څخه هرکلی کوي.

دغه سیاسي ګوندونه ټينکار کوي چې د هر مخالف وسله‎وال وسله‎اېښودل کولای شي سولې ته د رسېدو لپاره اغېزمنه وي،خو هېڅکله باید ملي ګټې د سیاسي مشورو قرباني نه‎شي له ګلبدین حکمتیار څخه چې بېرته تاوتریخوالي لپاره نه یوځای کېږي ضمانت واخیستل شي.

د افغانستان د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‎ینج وايي:«موږ له دې چې حزب اسلامي هوکړه کړې ده چې له تاوتریخوالي څخه لاس اخلي،هرکلی کوو او دا کار د هېواد په خیر او ګټې بولم. حکومت باید له ټولو مخالفو سیاسي ډلو څخه چې د سولې له بهیر سره یوځای کېږي،ځواک من ضمانت واخلي ترڅو بېرته په تاوتریخوالي لاس پورې نه کړي د خلکو او حکومت ترڅنګ پاتې شي.»

د ملي جنبش ګوند تر څنګ ، د اسلامي جمعیت ګوند ډېر غړي چې د حکومت په لوړو څوکیو کې کار کوي وايي سره له دې چې له دې ګوندونو سره په جلا جلا ډول مشوره نه‎ده شوې خو د يادو ګوندونو مشران د تاوتریخوالو پای ته رسولو ته د ګلبدین حکمتیار د اسلامی حزب له خوا د شین څراغ هرکلی کوي.

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند ویاند واقف حکیمي په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان د اسلامي جمیعت ګوند د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره له هرې هڅې هرکلی کوي او هېواد ته د اسلامي حزب د مشر راتلل په هغه صورت کې چې نور جګړې ته د پای ټکی کېږي،هرکلی کوو.»

حکومت له حکمتیار سره د سولې د خبرو اترو د بریا یو علت، د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو بریا ګڼي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه وویل:«موږ په دې باور یوو چې له اسلامي حزب سره زموږ د خبرو اترو پایله دا وه چې دغه خبرې اترې،د افغانانو ترمنځ خبرې اترې وې او له طالبانو څخه هم غواړو چې د اسلامي حزب په څېر له افغانانو سره د دغو خبرو اترو له لارې هڅې وکړي.»

افغانان هم د حکومت له ټولو مخالفینو غواړي چې پلمې یوې خوا پرېږدي او ځان د پردیو له منګولو خلاص کړي.

د کابل اوسېدونکي عبیدالله څرګنده کړه:«ویل کېږي چې اسلامي حزب له حکومت څخه ۴ مېلونه ډالره او ښارګوټۍ غوښتی دی؛د سولې په مذاکراتو کې دا شان شرطونه باید یاد نه شي هر څوک چې سوله کوي باید د ملت د ګټې او خیر لپاره یې وکړي نه د خپلې ګټې لپاره.»

د ګلبدین حکمتیار د اسلامی حزب له غړو سره د حکومت خبری اتري وروسته له هغه جدي شوې چې له طالبانو سره د حکومت د سولې خبرې بې پایلې شوي.

د اسلامی حزب غړي که څه هم د خپل مشر د اوسېدو د ځای په اړه څه نه وايي خو زیاتوي چې نوموړی به ډېر ژر کابل ته راشي.

Лекториум он-лайн

[youtube_channel resource=0 cache=0 random=true fetch=25 num=1 ratio=3 responsive=1 width=306 display=thumbnail norel=1 nobrand=1 showtitle=above desclen=0 noanno=1 noinfo=1 link_to=none goto_txt="Visit our YouTube channel"]

You Might Also Like

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>