امريكا تاجكستان ته له افغانستان څخه د ناتو د ځوكونو د وتلو په ترځ كي له امنيت سره د مرستی د بين المللي ځواكونو د بارونو د ترانزيت لپاره د هغه جمهوريت له خاروی څخه د ګټي اخيستو امكان برابر كړی دی.
دا وړانديز د تاجكستان سرحدی ځواكونو د قوماندان جنرال شيرعلي ميرزا او د امريكا د ترانسپورتی قوماندانی د قوماندان جنرال ويليام فريزر د كتنی په ترځ كي شوی دی.
جنرال له تاجكستان څخه د نوبتي كتنی په ترځ كي د كښتنی پنج له بندر څخه، چيري چي كنترولی پوسته او 672 متری پل وجود لری او د افغانستان د قندوز له ولايت سره ترانسپورتی تګ راتګ تامينوي، كتنه كړي ده.
جنرال فريزر د تاجكستان د امنيتی ادارو له استاځو سره په خبرو كي په مركزي اسيا كي د امنيت د چارو د ټينګښت په برخه كي د همكاری د پراختيا مسالی څيړلی دی.
تاجكستان په 2001 كال كي خپل هوايی حريم د ناتو د غړو هيوادونو د بارونو د ليږدولو لپاره پرانستي وو او وروسته يی د اوسپني د لاری ترانسپورتی دهليز د ايتلافی ځواكونو له ماموريت سره د مرستی په چوكات كي پرانيست.
لكه څرنګه چي د روسيی مطبوعاتو خبر وركوي، اوس امريكا د تاجكستان – قرغېزستان – قزاقستان ترانزيتي مسير له افغانستان څخه د خپلو ځواكونو د ايستلو د شمالي لاري د اساسي مسير په توګه څيړی..