عطا محمد نور: دا چې عبدالله ته مې رایه ورکړې پښېمانه یم، له ټولو افغانانو څخه بخښنه غواړم

د افغانستان په شمال کې د بلخ والي عطا محمد نور لهدې امله بخښنه وغوښته چې په تېرو ټاکنو کې یې عبدالله عبدالله ته رایه ورکړې وه .

ښاغلي دغه څرګندونې نن د مارشال محمد قسیم فهیم د درېیم تلین په مراسمو کې وکړه.

هغه زیاته کړه چې اجراییه رئیس له جمعیت ګوند سره پر خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی او له دې وروسته یې لاره جلا ده او د اجراییه مشر ملگری نه دی.

Read More...