ملي امنیت د القاعده مهم غړی او په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو مشر وژلی

د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو د د القاعده مهم غړی او د پاکستاني وسله والو پخوانی مشر وژلی.
ملي امیت په یو بیان کې لیکلي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د روان کال د جنوري په نهمه د غزني په ناوه ولسوالۍ کې د عملیاتو په لړ کې د القاعده شبکې یو مهم غړی سیف الله د هغه له ملګري سره یو ځای وژلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې سیف الله اختر اوس د القاعده شبکې مهم غړی وو چې د طالبانو د رژیم پر مهال یې په افغانستان کې د پاکستاني جګړه مارو مشري کوله او د دېرشو زرو په شاوخوا کې پاکستاني اورپکي یې منځنۍ آسیا ته د جګړې لپاره په افغانستان کې راغونډ کړي وو.

Read More...