سیاسي ګوندونه:له حکمتیار څخه باید تضمین واخیستل شي

د جمعیت اسلامي او ملي جنبش ګوندونو ویاند د سولې خبرو اترو ته د حکمتیار له راتګ څخه هرکلی کوي.

دغه سیاسي ګوندونه ټينکار کوي چې د هر مخالف وسله‎وال وسله‎اېښودل کولای شي سولې ته د رسېدو لپاره اغېزمنه وي،خو هېڅکله باید ملي ګټې د سیاسي مشورو قرباني نه‎شي له ګلبدین حکمتیار څخه چې بېرته تاوتریخوالي لپاره نه یوځای کېږي ضمانت واخیستل شي.

د افغانستان د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‎ینج وايي:«موږ له دې چې حزب اسلامي هوکړه کړې ده چې له تاوتریخوالي څخه لاس اخلي،هرکلی کوو او دا کار د هېواد په خیر او ګټې بولم. حکومت باید له ټولو مخالفو سیاسي ډلو څخه چې د سولې له بهیر سره یوځای کېږي،ځواک من ضمانت واخلي ترڅو بېرته په تاوتریخوالي لاس پورې نه کړي د خلکو او حکومت ترڅنګ پاتې شي.»

Read More...