لومړنۍ ټولنیزه شبکه د نړۍ ټولو افغانانو د استفاده لپاره پرانیستل شو. دغه لویه شبکه چې د کابل جان په نامه یادېږي د سهراب غیرت په طراحۍ او ابتکار سره په لاره اچول شوې ده. ښاغلي غیرت ددې مطلب په څرګندونې سره چې په اوسنې نامساعدو شرایطو کې د افغانستان خلک د نړۍ په مختلفو هیوادنو کې له بل نه لرې شوي دي؛ وویل چې ددې پروژې د پرانیستلو او تطبیق نه موخه د نړۍ ټول افغانانو نږدې کول دي. لاسرسۍ، چټ، د آلبوم جوړول، د انځور لېګ او رالېګ، د موزیک اپلوډ او اورېدل، د ویدیو آپلوډ او لیدل، د ګروپ جوړول، د وبلاګ جوړول، خپل دوستانو سره د مطالبو اشتراک، لوبې (ګېم) او د ژبې ژباړه له هغو خدماتو څخه دي چې افغانان کولاۍ شي ددغې ټولنیزې شبکې په غړیتوب سره تیرې ګته واخلي. ښاغلي غیرت وویل: ” اوس مهال قدرت مند او لویې ټولنیزې شبکې لکه فیسبوک شتون لري، خو تر اوسه هیڅ ځانګې شوې ټولنیزه شبکه د افغانانو لپاره نه وه.” هغه زیاته کړه: ” افغانستان د مختلفو ستونځو سره مخامخ دی او د نړۍ یو له شاته پاتې هیوادونو څخه شمېرل کیږي نو ددغې پروژې په طرحې سره غواړو نړیوالو ته ثابت کړو چې افغانستان سره له دې چې یو له جنګ ځپلي هیوادونو څخه دی، خو بیا هم موږ د تکنالوژۍ سره آشنا یو او کولاۍ شو چې له ځانه څه ولرو.” د یادوني وړ ده چې ددغې ټولنیزې شبکې طراحي او په لاره اچول درۍ کاله وخت یې نیولۍ دی. د تیرو کالونو په جریان کې ډیرو افغانانو کوښښ کړي دي چې یوه ټولنیزه شبکه د افغانانو لپاره ایجاد کړي خو له دې امله چې د ضعیف او ساده تکنالوژۍ څخه استفاده کړي دي او د کرایي سرورونو له طرفه ول، بریالي نه شو. هغه تعداد هم چې بریالي شوي دي یوه ټولنیزه شبکه جوړه کړي، یواځې په موقت ډول ول او پس له لیږ مودې له فعالیت څخه پاتې دي؛ خو کابل جان ټولنیزه شبکه د API تکنالوژۍ او د خپل ( نه کرایي) سرورونو په پام کې نیولو سره توانیدلې ده چې په زرګونو افغانان ځان ته جذب کړي. د کابل جان ټولنیزه شبکه د API ژبې لیکلو پروګرام په استفادې سره د منځني آسیا لوړه فن آورۍ ده. مشهور پروګرام لیکونکي API یي یو بین المللی استندرد پروګرام لیکنه اعلام کړې ده. د کابل جان پروژه داسې تنظیم او د استفادې لپاره چمتو شوې ده چې په لسګونو میلیونو وګړي ظرفیت او توانایي لري. دستګاوې، ماشین آلات اوهغه وسایل چې د کابل ټولنیزې شبکې مدیریت لپاره کارول کیږي، د نړۍ مجهز او پرمختللي څخه دي. سربیره پردې اوس مهال د ښاغلي غیرت سره ډیرغوره پروګرام لیکونکي همکار دي. مینه وال د www.kabuljan.af په مراجعه سره کولاۍ شئ د کابل جان تولنیزې شبکې ته لاسرسۍ ولري او غړي شي.