هغه کس چې د جنرال دوستم د ترور نيت يې درلود ونيول شو

د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي، ځانمرګى بريد کوونکى چې د جمهوري رياست پر لومړي مرستيال جنرال دوستم يې د بريد پلان درلود، نيول شوى دى.

جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد ځانمرګى بريد کوونکى تېر ماښام په شبرغان ښار کې ونيول شو.

نوموړي زياته کړه: “ياد ځانمرګي بريد کوونکي د اختر په ورځو کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال د له منځه وړو هوډ درلود چې بريالى نه شو؛ خو پرون يې چې کله غوښتل له شبرغان ښار څخه بهر شي د ملي امنيت ځواکونو له لوري ونيول شو.”

د جوزجان والي، د دغه ولايت په مرديان ولسوالۍ کې د هاوان ٨٠ ګوليو، د سپکو وسلو زرګونو مرميو او له ريموټ کنټرول سره د دوو صندوقونو چاودېدونکو توکيو د نيولو خبر ورکړ او ويې ويل چې د يادو وسلو او مهماتو په تړاو دوه کسان نيول شوي دي.

نوموړي وويل چې ياد کسان هغه مهال ونيول شول چې د ماين پر جوړولو اخته وو او درې کړۍ ماينونه چې د هغوى له لوري د سړک په اوږدو کې ځاى پر ځاى شوي وو، هم کشف او شنډ شول.

د جوزجان والي په وينا، په شبرغان ښار کې د انسان تښتونکو يوه درې کسيزه ډله هم نيول شوې ده چې لومړنيو څېړنو کې يې پر خپل جرم اعتراف کړى دى.

Pajhwok

Лекториум он-лайн

[youtube_channel resource=0 cache=0 random=true fetch=25 num=1 ratio=3 responsive=1 width=306 display=thumbnail norel=1 nobrand=1 showtitle=above desclen=0 noanno=1 noinfo=1 link_to=none goto_txt="Visit our YouTube channel"]

You Might Also Like

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>