چارواکي د افغانستان په دفاع وزارت کې وایي، د ۲۰۷ نمبر قول اردو قومندان جنرال محي الدین غوري د چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوی.
چارواکي زیاتوي چي، پیښه نن له غړمې وروسته د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د موریچاق په کلي کې رامنځ ته شوې.
د دفاع وزارت ویاند مرستیال محمد رادمنش په وینا، پیښه هغه محال رامنځته شو کله چي جنرال غوري د بادغیس ولایت موري چاق ولسوالۍ ته د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره تللی وو.
په عین حال کې سیمه ییز چارواکي په بادغیس ولایت کې وایي چې په دې پېښه کې د بادغیس د ولایتي شورا رئیس او د ملي امنیت رئیس ټپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي چي د هلیکوپټرې د عملې په ګډون پنځه تنه نور هم د هلیکوپټرې د تخنیکي ستونزۍ په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.
دا په داسي حال کي چي په دې ورستیو څو میاشتو کې د بالامرغاب ولسوای دموریچاق په کلې کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې وې.