ملي امنیت د القاعده مهم غړی او په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو مشر وژلی

د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو د د القاعده مهم غړی او د پاکستاني وسله والو پخوانی مشر وژلی.
ملي امیت په یو بیان کې لیکلي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د روان کال د جنوري په نهمه د غزني په ناوه ولسوالۍ کې د عملیاتو په لړ کې د القاعده شبکې یو مهم غړی سیف الله د هغه له ملګري سره یو ځای وژلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې سیف الله اختر اوس د القاعده شبکې مهم غړی وو چې د طالبانو د رژیم پر مهال یې په افغانستان کې د پاکستاني جګړه مارو مشري کوله او د دېرشو زرو په شاوخوا کې پاکستاني اورپکي یې منځنۍ آسیا ته د جګړې لپاره په افغانستان کې راغونډ کړي وو.

د ملي امنیت په وینا، ده هغه مهال په بګرام کې د القاعده له اوسني مشر ایمن الظواهري سره په ګډه د ترهګرو د یوه مهم مرکز مشري هم په غاړه درلوده او په دې سربېره یې په ریشخور کې د بهرنیو ترهګرو د یو نظامي کمپ سرپرستي کوله.

ملي امنیت وایي، سیف الله اختر دوه ځله په پاکستان کې نیول شوی وو خو د یاد هېواد د سیمې د چارواکو له خوا په زور دواړه ځله له زندانه خوشي او افغانستان ته د جګړې لپاره را ولېږل شو.
ملي امنیت زیتاتوي، چې نوموړي له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پر ضد د پاکستانۍ وسله والې ډلې مشري کوله.

Source Khaama Press

Лекториум он-лайн

[youtube_channel resource=0 cache=0 random=true fetch=25 num=1 ratio=3 responsive=1 width=306 display=thumbnail norel=1 nobrand=1 showtitle=above desclen=0 noanno=1 noinfo=1 link_to=none goto_txt="Visit our YouTube channel"]

You Might Also Like

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>