د افغانستان په شمال کې د بلخ والي عطا محمد نور لهدې امله بخښنه وغوښته چې په تېرو ټاکنو کې یې عبدالله عبدالله ته رایه ورکړې وه .
ښاغلي دغه څرګندونې نن د مارشال محمد قسیم فهیم د درېیم تلین په مراسمو کې وکړه.
هغه زیاته کړه چې اجراییه رئیس له جمعیت ګوند سره پر خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی او له دې وروسته یې لاره جلا ده او د اجراییه مشر ملگری نه دی.
عطامحمد نور د جمعیت ګوند مهم غړی دی له تېرو دوو کلونو راهیسې د بلخ سرپرست و، خو څو اونۍ وړاندې د ولسمشر غني له خوا په رسمي توګه د بلخ والي وټاکل شو.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي نور نږدې درې میاشتې مخکې ویلي وو، چې ی نور په سیاسي پرېکړو کې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله پر وړتیا باور نه لري.
ښاغلي نور د افغانستان د ۲۰۱۴ کال جنجالي ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د اجراییه رییس عبدالله عبدالله یو له کلیدي ملاتړو او د ولسمشر محمد اشرف غني له سختو مخالفینو و.
Source Khaama Press