هغه کس چې د جنرال دوستم د ترور نيت يې درلود ونيول شو

د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي، ځانمرګى بريد کوونکى چې د جمهوري رياست پر لومړي مرستيال جنرال دوستم يې د بريد پلان درلود، نيول شوى دى.

جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد ځانمرګى بريد کوونکى تېر ماښام په شبرغان ښار کې ونيول شو.

نوموړي زياته کړه: “ياد ځانمرګي بريد کوونکي د اختر په ورځو کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال د له منځه وړو هوډ درلود چې بريالى نه شو؛ خو پرون يې چې کله غوښتل له شبرغان ښار څخه بهر شي د ملي امنيت ځواکونو له لوري ونيول شو.”

Read More...