د جمعیت اسلامي او ملي جنبش ګوندونو ویاند د سولې خبرو اترو ته د حکمتیار له راتګ څخه هرکلی کوي.
دغه سیاسي ګوندونه ټينکار کوي چې د هر مخالف وسلهوال وسلهاېښودل کولای شي سولې ته د رسېدو لپاره اغېزمنه وي،خو هېڅکله باید ملي ګټې د سیاسي مشورو قرباني نهشي له ګلبدین حکمتیار څخه چې بېرته تاوتریخوالي لپاره نه یوځای کېږي ضمانت واخیستل شي.
د افغانستان د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تهینج وايي:«موږ له دې چې حزب اسلامي هوکړه کړې ده چې له تاوتریخوالي څخه لاس اخلي،هرکلی کوو او دا کار د هېواد په خیر او ګټې بولم. حکومت باید له ټولو مخالفو سیاسي ډلو څخه چې د سولې له بهیر سره یوځای کېږي،ځواک من ضمانت واخلي ترڅو بېرته په تاوتریخوالي لاس پورې نه کړي د خلکو او حکومت ترڅنګ پاتې شي.»