چارواکي د افغانستان په دفاع وزارت کې وایي، د ۲۰۷ نمبر قول اردو قومندان جنرال محي الدین غوري د چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوی.
چارواکي زیاتوي چي، پیښه نن له غړمې وروسته د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د موریچاق په کلي کې رامنځ ته شوې.
د دفاع وزارت ویاند مرستیال محمد رادمنش په وینا، پیښه هغه محال رامنځته شو کله چي جنرال غوري د بادغیس ولایت موري چاق ولسوالۍ ته د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره تللی وو.